راشد خان ارمان د هند پریمیر لیګ سیالیو کې د ګډون په هدف له خپلې اړوندې لوبډلې «ګجرات ټایټنز» سره تمرینونه پيل کړي.
په نوموړې لوبډلې کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي، نور احمد لکڼوال او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي.
هندي رسنیو لیکلي، تمه کېږي چې راشد خان به د شوبمن ګل په لوبډلمشرۍ به د ګجرات ټایټنز لوبډلې محوري نقش ولوبوي.
ګجرات لوبډلې نن شنبې څلور ساعته وړاندې پخپله اېکس پاڼه له یوې خپرې شوې ویډیو سره لیکلي، چې راشد خان په جال کې د لوبې پرمهال د لیدو پرته هیلکوپټر شاټونه سره شپږیزې وهي.
د یادونې ده چې د هند سږني پریکیر لیګ (IPL) اوولسم پړاو سیالیو کې اته افغان لوبغاړي اخیستل شوي، راشد خان، نور احمد لکڼوال او عظمت الله عمرزی د ګجرات ټایټنز، فضل حق فاروقي د سن رایز حیدر اباد، محمد نبي عیسی خېل د ممبي انډینز او نوین الحق مراد د لکهنو سوپر جاینټز لوبډلو برخه دي.
د هند پریمیر لیګ سیالیو په اوسني پړاو کې چې تېره ورځ پیل شوی لس لوبډلې یو تر بله څلور اویا لوبې په مخ کې لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس