Home » اقتصادی » څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ؛ د فوټسال ملي لوبډله به نن له اسټرالیا سره مخامخ شي

څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ؛ د فوټسال ملي لوبډله به نن له اسټرالیا سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د نړیوالو څلور اړخیزو لوبو (NSDF) په چوکاټ کې له استرالیا سره مخامخ شي.

دا لوبه به نن (دوشنبه، د وري۶مه) د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې وشي.

د افغانستان د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ د روان کال د اسیایي هېوادونو د فوټسال کپ سیالیو ته د دې لوبډلو  د چمتووالي په چوکاټ کې د تایلنډ، استرالیا، افغانستان او مالیزیا د فوټسال لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه پرون ترسره شوه. د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د مالیزیا له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه او لوبه د درې ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرکټ بورډ: د قوش تیپې شل اوریزو سیالیو هدف نړیوال جام ته چمتووالی دی

د کرکټ بورډ کورني کرکټ ...