Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

میرضیایف: په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شانګهای همکاريو سازمان د مشرانو په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت باید د سیمې د هېوادونو له مهمو ...

Read More »

یوناما: په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه ۱۸۲ مخیز راپور کې ویلي، چې له جنوري ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، د ا.ا تر بیا واکمنېدو پورې، په افغانستان کې د وسله‌والو نښتو له امله له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي ...

Read More »

په هرات کې د ټاپي نللیکې د بشپړېدو چارې چټکې روانې دي

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز نللیکه له اوږده ځنډ وروسته افغانستان ته د ترکمنستان د ګازو د لومړني پلور پړاو ته نږدې شوې ده.د «ټایمز آف سنټرل اسیا» د راپور له مخې، په هرات کې د ټاپي پروژې اړوند د نللیکې چارې ښايي په راتلونکو ...

Read More »

اڅکزی: امریکا او روسیې افغانستان د جګړو پر ډګر بدل کړ

د پاکستان د مخالفو ګوندونو مشر محمود خان اڅکزي ویلي، امریکا او روسیې افغانستان د جګړو پر ډګر بدل کړ او په دغه هېواد کې یې د ترهګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړه.اڅکزي زیاته کړې، امریکا، روسیه او د دغو دواړو هېوادونو متحدان د افغانستان د ویجاړۍ مسوولیت لري.نوموړي له ...

Read More »

پنځه کاله وړاندې؛ په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد

نن، د اګسټ ۳۱مه، له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېد. امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د سپټمبر د ۱۱مې ...

Read More »

په نیپال او تبت کې د سېلابونو مرګ‌ژوبله ۷۵۰ کسانو ته ورسېده

د راپورونو پر اساس، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۵۰ کسانو ته لوړ شوی او ۳ زره او ۴۴ کسان لا هم نادرکه دي.د چارواکو په وینا، د بارانونو دوام او د سیندونو د اوبو لوړېدو ...

Read More »

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ا.ا. درې کسیز پلاوی المان ته رسېدلی

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، د ا.ا. درې کسیز پلاوی له قطره تر تېرېدو وروسته المان ته رسېدلی او د شاوخوا درېیو اوونیو لپاره به په دغه هېواد کې پاتې شي. د المان د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه ...

Read More »

د افغانستان د جګړې د امریکا کمېسیون کاري موده یو بل کال وغځول شوه

د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې د څېړنې کمېسیون مشرانو شمېلا چوهدري او کولین جکسن اعلان کړی، چې د امریکا کانګرس د دغه کمېسیون کاري موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.ياد کمېسیون د اګست پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه تمدید به ورته د ...

Read More »

اسلام‌اباد عالي محکمه: افغان محصلان دې د ویزو موضوع له خپل سفارت سره تعقیب کړي

د اسلام‌اباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلانو د تحصیلي ویزو د تمدید غوښتنې د قضیې د اورېدنې پر مهال سپارښتنه کړې چې محصلان دې خپله موضوع د افغانستان د سفارت له لارې تعقیب کړي.د اسلام‌اباد عالي محکمې قاضي خادم حسین سومرو ویلي، د افغانستان سفارت دې په دې اړه ...

Read More »

د سپټمبر ۱۱ بریدونو تورن طراح خالد شیخ محمد به په ۲۰۲۸ کال کې محاکمه شي

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک یوه قاضي د چهارشنبې په ورځ حکم کړی چې خالد شیخ محمد، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د طراح په توګه تورن دی او په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان وژل شوي وو، ...

Read More »