Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 4)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

په ۱۴۰۴ کال کې زرګونو کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمات وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر ‍۱۴۰۴ کال دکابل په کچه ۲۷۵ زره او ۳۵۹ کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمتونه وړاندې کړي دي. د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۲ زره او ۶۰۲ نویو کاغذي تذکرو او د ۱۰ زره او ۶۲۳ ...

Read More »

ملګري ملتونه: ناچاودېدونکي توکي هره ورځ په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، چې افغانستان لا هم د ناچاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو له پلوه د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ډېر قربانیان لري، او هره میاشت پکې له پنځوسو ډېر کسان وژل کېږي یا ټپیانېږي. د یوناما د ...

Read More »

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نښتو دوام ته اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو نړيوال بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځينو سرحدي ولايتونو کېد بریدونو له امله د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونې ترسره کړې او جرمي جنايت يې رامنځته کړی دی. د دې بنسټ په وینا، پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو او ...

Read More »

د کابل او ابوظبي ترمنځ په سيمه کې پر ورستيو کړکېچونو باندې خبرې شوې دي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي او د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زايد آل نهيان ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې. په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوعاتو، سیمه‌ييز وضعیت ...

Read More »

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو وېش په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو ته د مختلفو کاغذي تذکرو ...

Read More »

د سره صليب نړيوال فدراسيون: په ايران کې د برېدونو په پايله کې تر ۱۹۰۰ ډېرکسان وژل شوي

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سره میاشتې (IFRC) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو او اسرائيلو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې تر ۱۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ زره نور ټپيان شوي دي. ...

Read More »

عراقچي: له افغانستان څخه مننه چې بند پاتې ايرانيانو په رايستلو کې يې مرسته کړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د افغانستان له حکومت مننه وکړه چې په نورو هېوادونو کې بند پاتې ایرانیانو په را ایستلو کې یې مرسته کړې ده. عراقچي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وروسته له هغې مننه وکړه چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې په ...

Read More »

ټرانسپورټ وزارت: تېرکال په ۲۰ زرو موټرو کې جي پي اس نصب شول

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په څه باندې ۲۰ زره موټرو کې د جي پي اس الې نصب شوې دي. دغه وزارت پر اېکس لیکلي په ټول هېواد کې په ټولیزه توګه شاوخوا ۴۰ زره مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي ...

Read More »

د امریکا او ایران ترمنځ د ورستيو جګړو په هکله خبرو لپاره هڅې روانې دي

الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو جګړو او کړکېچونو د کمولو لپاره هڅې روانې دي. ویل کېږي پاکستان هم چمتووالی ښودلی چې دواړه لوري موافقه وکړې او خبرې اترې به په اسلام‌اباد کې ترسره شي؛ د راپورونو له مخې د امریکا ...

Read More »

امريکا په پاکستان کې د خپلو اتباعو پر تګ راتګ محدوديت لګولی

په پاکستان کې د امریکا سفارت د احتمالي لاریونونو له امله د خپلو کارکوونکو پر تګ راتګ لنډمهاله محدودیتونه لګولي دي. د سفارت په وینا، د مارچ تر ۱۵مې پورې به د امریکا د سفارت او قونسلګریو امریکايي کارکوونکي له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه کوي، ځکه چې د ...

Read More »