د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز نللیکه له اوږده ځنډ وروسته افغانستان ته د ترکمنستان د ګازو د لومړني پلور پړاو ته نږدې شوې ده.
د «ټایمز آف سنټرل اسیا» د راپور له مخې، په هرات کې د ټاپي پروژې اړوند د نللیکې چارې ښايي په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي او تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د دې نللیکې له ۱۵۳ کیلومتره برخې څخه شاوخوا ۱۱۶ کیلومتره غځول شوې ده.
راپور زیاتوي چې ترکمنستان چمتووالی نیسي څو هرات ته د ټاپي له لارې ګاز ولېږدوي. د اګسټ په ۱۰مه د ترکمنګاز او افغانګاز ترمنځ د ګازو د پېر او پلور په اړه یوه هوکړهلیک هم لاسلیک شوی، خو د ګاز بیه، د لېږد اندازه او د سوداګریزو صادراتو د پیل دقیقه نېټه لا نه ده مشخصه شوې.
د معلوماتو له مخې، ټاپي پروژه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې د ترکمنستان له ګلکینیش ګازساحې څخه د افغانستان، پاکستان له لارې د هند تر پولې پورې وغځېږي. د دې نللیکې کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز دی، چې افغانستان ته یې پنځه میلیارد متر مکعب سهم ټاکل شوی؛ خو پاکستان او هند ته د نللیکې د غځولو مهالوېش لا هم روښانه نه دی.
ټاپي
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس