د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو په موخه د وسله والو طالبانو د بریدونو له پیل سره هممهاله امریکا د افغان ځواکونو په ملاتړ د دغې ډلې د جنګیالیو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي. وسله والو طالبانو د امریکا دا کار په افغان چارو ...
Read More »عبدالهادي ارغنديوال:افغانستان کې روانه جګړه نه له دينې پلوه مشروعيت لري او نه کومه ملي اړتيا ده
د مالیې پخوانی وزیر او د حزب اسلامي څانګې مشر عبدالهادي ارغندیوال وایي، په افغانستان کې اوسني وضعیت د هغه جګړې پایله ده چې د افغان ولس پر وړاندې هېڅ مشروعيت نه لري، ځکه دا جګړه له پيله تر اوسه پورې د بهرنيانو د نامقدسو اهدافو د تامين په خاطر ...
Read More »روسیه د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونو غونډه جوړوي
روسیه به ډېر ژر د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه جوړه کړي. رویټرز د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې روسیه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمنه ده او هڅه کوي تاوتریخوالی پای ته ورسوي. سرچینه کاږي چې روسي چارواکي د ترویکا ...
Read More »په کوټه کې چاودنې ۱۴ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
د راپورونو له مخې پېښه د کوټې ښار د سرینا هوټل مخې ته شوې ده. په دې پېښه کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو معلوماتو له مخې ددې چاودنې له امله څلور ملکیان هم ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې چاودېدونکي توکي ...
Read More »امریکا کې د کرونا څه باندې ۱۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وروستیو میاشتو په پرتله په بې مخینې توګه د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی. د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې سل زره مثبتې پېښې ثبت ...
Read More »عربستان:یوه میاشت کې د دوو میلیونه زیارت کوونکو د منلو ظرفیت لرو
سعودي عربستان اعلان کړی دی چې سر له نن د عمرې لپاره د بهرنیو وګړو غوښتنې مني او دوی کولی شي د عمرې مراسمو لپاره نوملیکنه وکړي. د سعودي عربستان د حج او اوقافو ادارې ویلي چې له شاوخوا اتلسو میاشتو ځنډ وروسته یې دا پرېکړه کړې ده او سر ...
Read More »د کندهار هوايي ډګر الوتنې ښايي نن بېرته پیل شي
د کندهار ولایت د هوایي ډګر مسول ویلي چې نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه نېټه) به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي. پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیانیې نهو اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو. د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون ...
Read More »د امریکا بي ۵۲ الوتکو جوزجان کې پر طالبانو بریدونه کړي
د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو پرون شنبې (د زمري ۱۶مه نېټه) په ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز ...
Read More »پاکستان:لګول شوي تورونه بېځایه دي، موږ د افغان سولې ملاتړي یو
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې ...
Read More »په کابل کې نن د سنوکر ۸ پړاو لوبې پیل شوې
په کابل کې نن شنبه( د زمري ۱۶مه نېټه) د سنوکر اتم پړاو غوره لوبې پیل شوې. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن رسنیو ته وویل، چې په دغه لوبو کې د کابل له ۵۲ کلپونو څخه لوبغاړو ګډون کړی چې څلور ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس