د پاکستان د مخالفو ګوندونو مشر محمود خان اڅکزي ویلي، امریکا او روسیې افغانستان د جګړو پر ډګر بدل کړ او په دغه هېواد کې یې د ترهګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړه.
اڅکزي زیاته کړې، امریکا، روسیه او د دغو دواړو هېوادونو متحدان د افغانستان د ویجاړۍ مسوولیت لري.
نوموړي له ملګرو ملتونو او د شانګهای همکاریو سازمان څخه غوښتي چې په افغانستان کې روان وضعیت د یوه بشري ناورین په توګه په رسمیت وپېژني.
اڅکزي ویلي، په داسې حال کې چې د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث کېږي، په دې غونډه کې د افغانستان د «رښتینو استازو» نه ګډون د اندېښنې وړ دی.
محمود خان اڅکزی
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس