Home » سیمه او نړی » د سپټمبر ۱۱ بریدونو تورن طراح خالد شیخ محمد به په ۲۰۲۸ کال کې محاکمه شي
د سپټمبر ۱۱ بریدونو تورن

د سپټمبر ۱۱ بریدونو تورن طراح خالد شیخ محمد به په ۲۰۲۸ کال کې محاکمه شي

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک یوه قاضي د چهارشنبې په ورځ حکم کړی چې خالد شیخ محمد، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د طراح په توګه تورن دی او په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان وژل شوي وو، له درېیو نورو تورنو سره یوځای د ۲۰۲۸ کال په جون کې د پوځي محکمې پر وړاندې محاکمه شي.

د راپور له مخې، دغه حکم د امريکا هوايي ځواک د ډګروال مایکل شراما له لوري صادر شوی او دا فيصله د ګوانتانامو په زندان کې د دغو څلورو بندیانو د قضیې په اړه د شاوخوا دوو لسیزو حقوقي کړکېچ وروسته د محاکمې د ترسره کېدو لپاره نوی پړاو بلل شوی.
د معلوماتو پر اساس، خالد شیخ محمد او نور تورن کسان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې په بریدونو کې د لاس لرلو په تور له اوږدې مودې راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټرمپ اداره د ۲۰۰ زره بهرنیانو د B1 او B2 ویزو د لغوه کولو په هڅه کې ده

د ډونالډ ټرمپ اداره په ...