Home » افغانستان » یان ایګلنډ: په کابل کې دې سفارتونه بېرته پرانیستل شي
یان ایګلنډ

یان ایګلنډ: په کابل کې دې سفارتونه بېرته پرانیستل شي

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ، له اروپايي، شمالي امریکايي او نورو هېوادونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او د ا.ا له چارواکو سره دې تعامل وکړي.

ایګلنډ له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سفارتونو بېرته پرانیستل او له ا.ا سره تعامل د هغه د رسمیت پېژندلو په معنا نه ده، او په خبره يې کابل او کندهار کې د ډیپلوماتانو حضور اړین دی.
هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو د حقونو د تأمین تر غوښتنې ترڅنګ، له هغوی سره مرسته هم وکړي. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستندویه ادارې احساس کوي چې په دې برخه کې یوازې پرېښودل شوې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سعودي عربستان کې د حوثیانو بریدونه؛ ۷۳ کسان ټپیان او د انرژۍ د تاسیساتو فعالیتونه درول شوي

د رویټرز د راپور له ...