Home » سیمه او نړی » ایران او امارات د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو کمولو لپاره د بریکس اعلامیه لاسلیک کړه
ایران او امارات

ایران او امارات د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو کمولو لپاره د بریکس اعلامیه لاسلیک کړه

ایران او متحده عربي اماراتو د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه د بریکس سازمان په ګډه اعلامیه کې ګډون او لاسلیک وکړ.

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نوې ډیلي کې د بریکس هېوادونو د غونډې په څنډه کې د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید ال‌نهیان سره هم وکتل. دواړو لورو د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو پر کمولو، د ثبات پر ټینګښت او د سیمې د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.

د بریکس غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې د ملکي وګړو او نړیوالې سوداګرۍ پر خوندیتوب او د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي هم ټینګار شوی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدو سره د تېلو بیې نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې دي

د امریکا او ایران ترمنځ ...