د تایلنډ په پوکېټ ټاپو کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. پېښه د دوشنبې په سهار د پاتونګ سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اور د کرايي موټرو له یوه شرکت څخه پیل شوی او وروسته یې څو نږدې ودانیو ته هم پراختیا موندلې ده.
ويل کيږي چې اور د سهار شاوخوا ۳:۱۷ بجې لګېدلی او اور وژونکو نږدې دوه ساعته هڅو وروسته مهار کړی دی.
د راپور له مخې، د ټپیانو له ډلې ۱۵ د تایلنډ او یو د میانمار وګړی دی او په مړو او ټپیانو کې هېڅ بهرنی سیلانی نشته. د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي او لومړنۍ موندنې د ودانۍ ترڅنګ د برېښنايي ټرانسفارمر چاودنې ته اشاره کوي.
ماريا نيازۍ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس