Home » افغانستان (page 72)

افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده. پاکستان څه باندې څلور میاشتې مخکې خپل شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني وروسته له هغه اسلام اباد ته ...

Read More »

په کندهار او هلمند ولايتونو کې ځايي ټولګي تړل شوي

د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې ځايي ټولګي وتړل. د کندهار د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې، دغه پرېکړه د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې. په دې اړه نور ...

Read More »

توماس ویسټ له افغان سوداګرو سره په اماراتو کې لیدلي دي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا یو شمېر غړیو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د لېدنې پر مهال د اقتصاد، بانکونو، روغتیا، خوراکي توکي، د ښځو او نجونو زده‌کړو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. د دې شورا ...

Read More »

وېسټ له کرزي سره د افغان ښځو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار د حق ورکولو پر موضوع خبرې وکړې. وېست پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې له کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې یې ښوونځیو او ...

Read More »

وېسټ: افغانان د ډیالوګ له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی وايي، افغانان د ډیالوګ له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د ‘د افغانستان راتلونکي فکر فورم’ په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو ...

Read More »

د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

د سرپرست حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې طالبان د سیمې له هېوادونو سره د نږدې تعامل غوښتونکی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دا خبره د ازبکستان په سمرقند کې د چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او خپله د ازبکستان د مخکښو ډیپلوماتانو پرونۍ ...

Read More »

په سمرقند کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ټولګډونه حکومت او د ښځو کار او زدکړو غوښتنه شوې

د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي‌ او د ښځو کار او زدکړو ته اجازه ورکړي.‌ په دغه ناسته کې د اوو هېوادونو جګپوړو ديپلوماتانو د افغانستان پر وضعيت خبرې ...

Read More »

ترکیې لسګونه نور افغانان له خپلې خاورې وویستل

د ترکیې حکومت ۱۳۸ افغان کډوال له خپلې خاورې څخه کابل ته په یوه الوتکه کې ایستلي دي. اناتولي خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان د ناقانونه کډوالۍ له امله ویستل شوي او په دې اړه به د ترکیې د حکومت هڅې لا دوام ولري. تر دې مخکې ترکي رسنیو ...

Read More »

 خوست کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور ونیول شوه

د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز متون ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور نیول شوې ده. د یادې قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته وویل، چې دغو کسانو به د نظامي یونیفورم څخه ګټې اخیستنې سره خلک ...

Read More »

ازبکستان د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د چارواکیو کوربه دی؛ متقي هم ګډون کوي

د افغانستان د شپږو ګاونډیانو هېوادونو چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیې جګپوړي ډيپلوماتان به نن د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې د افغانستان په اړه په ۲ ورځنۍ غونډه کې خبرې وکړي. په دې غونډه کې به په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره ...

Read More »