کابل کې د اذربایجان سفیر وايي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې، د اسان خدمت پروسې پراختیا او پياوړتیا برخه کې همکاري او پانګونه کوي.
الهام محمدوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اذربایجان سفارت پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو څرګندونه کوي.
په همدې حال عبدالسلام حنفي ټینګار کړی چې ا.ا له اذربایجان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او ښو اړیکو غوښتوونکی دی.
نوموړي ویلي چې ا.ا په هېواد کې له پانګونې هرکلی کوي او په دې برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي.
له دې وړاندې هم د ترکمنستان او چین په ګډون ځینو هېوادونو اعلان کړی و چې غواړي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.