Home » افغانستان (page 71)

افغانستان

سرپرست حکومت د کوچني اختر په مناسبت سلګونه بندیان له زندانونو خوشې کړي

افغانستان کې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت یي ۲۴۶۰ بندیان خوشي کړي او د نږدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی. یادې محکمې خوشې شوي بندیان د بښنې مستحق بللي او په وینا یې ...

Read More »

ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، دا ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي. د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي چې په ...

Read More »

د امیري کمپلکس څښتن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

چارواکو ویلي، په کابل کې د امیري کمپلکس څښتن حاجي نجیب امیري یې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی. د کورنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر دا خبر ورکړی دی. د بیان له مخې امنیتي ځواکونو د امیري د تښتونې په تور دوه شکمن کسان نیولي او ...

Read More »

مککین: افغان ښځې د خوړو پروګرام د کار اساسي برخه جوړوي

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي اجراییوي رییسه سیندي مککین وایي، په افغانستان کې د بشري بحران په اړه له مرستندویه ادارو سره په ګډه بېړنۍ غونډه کې یې پر دې ټینګار وکړ چې ښځې د خوړو پروګرام د کار د ټولو برخو اساسي برخه جوړوي. مېرمن ...

Read More »

ټوماس ویسټ استانبول کې د افغان کړکېچ اواري لپاره له ځینو افغان سیاستوالو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړل شي. توماس وېسټ دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې سیمې ته یې د خپل تازه سفر په لړ کې په استانبول کې ...

Read More »

په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

په لوګر ولایت کې د تېرې جګړې پر مهال  د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.  دغه ښوونځي د  IRC موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د بیا رغونې په دې ...

Read More »

جاپان: د جي ۷ هېوادونو غونډه کې افغانستان سره د تعامل غږ پورته کوو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي. په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد مخنیوي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي. او کادا ډاډ ...

Read More »

روغتیا وزارت: د ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا سازمان راپور بې اساسه او له حقیقت څخه لرې دی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور رد کړی چې ګواکې په افغانستان کې د ورځې ۱۶۷ ماشومان د داسې عواملو له امله مړه کېږي چې مخنیوی یې شونی دی. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په لیږل شوي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې ...

Read More »

محمد نبي د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل پر خپل فېسبوک لیکلي چې راتلونکی پلان یې د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې د یوه مرکز پرانیستل دي. عیسي خېل لیکلي: “دا ځل هڅه کوم چې خپل ملت ته یو لوی کار وکړم.” هغه دې روغتیایي مرکز ته د ‘ادې’ ...

Read More »

افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګه وایي، په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله چې درملنه یې ممکنه ده، مري. «ډبلیو‌ اچ ‌او» نن په یوه ټویټ کې ویلي، دوی باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم ...

Read More »