Home » افغانستان » د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې په شري د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې په شري د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په شري د اخته کسانو د شمېر له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان نن (دوشنبه د کب ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې شري یوه ساري ناروغي ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که یو کس دا ناروغي ولري، د هغو ټولو کسانو د اخته کېدو احتمال شته چې د دې ناروغۍ ضد واکسین یې نه وي کړي.  

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هغوی باید واکسین کړئ.

شري په افغانستان کې د ماشومانو یوه له عامو ناروغیو څخه ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...