Home » افغانستان (page 73)

افغانستان

د افغانستان لپاره د جاپان سفير پر ښځينه کارکوونکو د بنديز ليرې کولو غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې. په کابل کې د جاپان سفارت بېګا ناوخته پر خپل ...

Read More »

مجاهد: د تېر ماښام په عملياتو کې ۲ تنه ووژل شول

 د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې تېره شپه یې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د شریرو کړیو یو مرکز له منځه وړی دی. د ا.ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ( د کابل ښار اړوند کارته نو سیمه کې د ا.ا ...

Read More »

پر ښځو کاربندیز زموږ کورنۍ موضوع ده، باید ټول درناوی ورته وکړي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر کار بندیز د دوی “د کورني ارزښت یوه موضوع ده، چې ټول لوري باید ورته درناوی وکړي.” چارواکي وايي:”اسلامي امارت نه غواړي ملګرو ملتونو ته خنډونه ایجاد کړي، بلکې ...

Read More »

په کابل کې ۴ تنه د غلا په تور ونیول شول

امنیتي سرچینو په کابل کې د غلا په تور د ۴ مشهورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د کابل امنيې قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په غلاوو مشهور وو د ۱۰مې امنیتي حوزې د سرتېرو له لوري ونیول شول. سرچینې زیاته کړې، چې یادو اشخاصو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له کورونو او خلکو غلاګانې کولې، چې د امنیتي ځواکونو له څو ورځنیو هڅو وروسته لاس په لاس ونیول شول. د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

Read More »

ټوماس ویسټ د افغانستان په تړاو خپل سفر پرون پیل کړ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړی استازی د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر وتلی دی. ټام وېسټ دا سفر پرون پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې، وېسټ به په دوحه کې د قطر له چارواکو، د ...

Read More »

افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنیو کې ۹ یې کافي خواړه نه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د افغانانو اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې دمګړۍ په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او په هرو لسو کورنیو کې نږدې نهه یې کافي خواړه نه ...

Read More »

د ملګرو ملتونو سرمنشي: ژوند ژغورونکو مرستو رسولو کې د ښځینه کارکونکیو رول اړین دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارکوونکیو ونډه اړینه ده. انتونیو ګوتېرېش دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره اونۍ د ملګر ملتونو په ټولنو ...

Read More »

د هوا پېژندنې اداره: په يو شمېر ولايتونو کې به سخت ورښتونه وشي

د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې، نن به د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي چې له کبله یې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې او دغه راز د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو وړاندوینه کړې چې، ...

Read More »

‘نهاد’ ځايي راډیو خپلې خپرونې په بلخ کې بېرته پیل کړې

د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ‘نهاد’ راډیو خپلې خپرونې بېرته پیل کړې. د دې مرکز په حواله ۴۰ ورځې مخکې په دې راډیو کې پراخ اور لګېدلی و، چې تر هغه وروسته د راډیو خپرونې بندې شوې وې. دغه مرکز ...

Read More »

نیکلاسن: د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستو چارې ګواښي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وايي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو دارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز افغانستان ته د بشري مرستو او د شاخوا ۲۸ میلیون اړو افغانانو یوې لویې برخې ته د اساسي خدماتو د رسولو چارې له ګواښ ...

Read More »