Home » اړیکی » ازبکستان: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي

ازبکستان: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست، امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي هېواد یې تل په نړیوالو ناستو کې له افغانستان ملاتړ کړی او دا هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه د بختیار سعیدوف له قوله لیکلي چې ازبکستان، افغانستان د منځنۍ اسیا برخه ګڼي او دا هېواد د منځنۍ اسیا هېوادونو سوداګرۍ پراختیا لپاره مهم دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د قوش تپې په کانال یې خبرې کړې دي.

ملابرادر په دې کتنه کې ویلي چې ا.ا اقتصادي پلوه بهرنۍ پالیسي تعقیتوي چې د سیمې پر اتصال تمرکز کوي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان ته اړتیا لیدل کېږي.

ملا برادر د اوبو د مدیریت په تړاو هم ویلي چې د قوش تپې کانال د افغانستان د خلکو حق دی او دا حق د تېرو جګړو او سیاسي ثبات د نشتون له امله د افغانستان خلکو له امو سیند څخه د نورو هېوادونو په شان نشوای ترلاسه کولای.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ویلي چې هېواد یې په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د ا.ا د سفیر منلو ته چمتو دی، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسې او اقتصادي اړیکې پراخې شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...