Home » Author Archives: Dawlatzai Zarmina (page 2)

Author Archives: Dawlatzai Zarmina

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ښځې د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اجرائیوي مدیرې مرستیالې نیارادزای ګومبونزواندا ویلي چې د منځني ختیځ د شخړو د پراخېدو له امله ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په افغانستان کې ښځې او نجونې د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د نوي تحلیل ...

Read More »

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پاکستاني هوايي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کونړ په چوګام او د هلمند په صفار کې پر ملکي کورونو د پاکستاني هوايي بریدونو د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.د دغه بنسټ په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي، ۱۱ ټپیان ...

Read More »

پنتاګون د راتلونکو جګړو د ارزونې لپاره «مېرېډین پروژه» پیل کړې

د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت د راتلونکو جګړو د اړتیاوو د ارزونې لپاره د «مېرېډین پروژې» په نوم نوې طرحه پیل کړې ده.ويل کيږي چې د دې پروژې مشري د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ مشر امیل مایکل کوي او ایلان ماسک، پالمر لاکي او نیوت ګینګریچ یې ...

Read More »

مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه د منل شویو اصولو خلاف تېری او جنایت دی

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تېره شپه پاکستاني جنګي الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.د مجاهد په وینا، په دغو بریدونو کې ۹ ښځې او ماشومان شهیدان، ۱۱ ...

Read More »

امریکا په عراق کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه؛ د امنیت مسوولیت عراقي ځواکونو ته وسپارل شو

د راپورونو له مخې، امریکا او د نړیوال ائتلاف شریکانو یې په عراق کې خپل پوځي ماموریت په رسمي ډول پای ته رسولی او له اربیل هوايي اډې څخه یې خپل ځواکونه او تجهیزات ایستلي دي.د امریکا د دفاع وزارت وايي، دا اقدام په عراق کې د ائتلافي ځواکونو د ...

Read More »

افغانستان او تاجکستان د برېښنا د لېږد د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس عبدالحق همکار، د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئيس محمدعمر اسوزاده سره د افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې ...

Read More »

مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد، له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.مجاهد زیاته کړې چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره، له پاکستان پرته چې د نوموړي په وینا ...

Read More »

قزاقستان: افغانستان ته د غلو صادرات ۴.۴ برابره لوړ شوي

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ژانېبک تایژانوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو لېږد ۴.۴ برابره زیات شوی او ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلی دی. تایژانوف د حکومت په یوه غونډه کې ویلي، چې په همدې موده کې ...

Read More »

یوناما له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس مطیع‌الحق خالص د یوناما له مرستیال برونو لمارکي سره په ليدنه کې د چاپېریال ساتنې د ستونزو، پر اقلیمي بدلونونو د اغېزو او په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې مطیع‌الحق خالص له یوناما څخه ...

Read More »

غزه کې د اسرائیلي رژيم بریدونو له امله د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزې د اسرائیلي رژیم د یرغل په پایله کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۷۴ زره او ۱۶ ته رسېدلی او ۱۷۵ زره او ۶۸ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په غزه کې ...

Read More »