Home » افغانستان » بامیان کې تر ۱۵۰ ناروغانو ته د جراحي درملنې زمینه برابرېږي
بامیان

بامیان کې تر ۱۵۰ ناروغانو ته د جراحي درملنې زمینه برابرېږي

د جرمني نهه کسیز طبي ټیم د دوه اوونیز ماموریت په ترڅ کې د بامیان په ولایتي روغتون کې شاوخوا ۲۰۰ ناروغان ارزوي، چې له ډلې به یې تر ۱۵۰ کسانو پورې د تخصصي جراحي عملیاتو لپاره وټاکل شي.

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه ټیم د یاد وزارت په همغږۍ او د آغاخان د روغتیايي خدمتونو مؤسسې په همکارۍ فعالیت کوي او ناروغانو ته به وړیا تشخیصي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې درملنیزو خدمتونو کې پلاستیکي جراحي، د سوځېدلو غړو درملنه، د مورزادي نیمګړتیاوو اصلاح، د جګړو له امله د رامنځته شویو ټپونو درملنه او د پېچلو ناروغیو درملنه شامله ده.

همداراز، جرمني ډاکټران به افغان ډاکټرانو، جراحانو او د طب محصلانو ته نظري او عملي روزنه هم ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې د دغه ماموریت ټول لګښتونه د رضاکارو ډاکټرانو او همکارو بنسټونو له لوري ورکول کېږي او اړین درمل او طبي تجهیزات هم له ځان سره افغانستان ته راوړل شوي دي.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د عامې روغتیا وزارت کې د شپږمې مصوبې تشریح وشوه

د عامې روغتیا وزارت د ...