د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، افغانستان د مالګې په تولید کې ځانبسیاینې ته رسېدلی او دا مهال په هېواد کې د مالګې د استخراج ۱۲ تړنونه شتون لري.
دغه وزارت د مالګې د تولید په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي چې له دغو قراردادونو څخه پنځه په تخار، څلور په هرات او په سمنګان، غور او فاریاب ولایتونو کې یو ـ یو تړونونه شتون لري.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د مالګې د استخراج په دغو قراردادونو کې ۸۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې او په مستقیم او غیرمستقیم ډول یې ۵ زره او ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس