Home » اقتصادی » چین ته د افغانستان په صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی
رویداد خبري آژانس

چین ته د افغانستان په صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې چین ته د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې ۸۶ زیاتوالی راغلی.

یاد وزارت تېره ورځ د سلواغې په نهمه د افغانستان د ګمرکونو د ادارې د ارقامو په اساس وویل، چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چین ته د ۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم یوازې ۲۹ میلیون ډالر و.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان چین ته ځنغوزي، پخته، وچه میوه، قیمتي ډبرې او ځینې نور اقلام صادر کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...