د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۱۱۱۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
مسوولینو همداراز ويلي چې د ممپلیو د کښت د پراختیا او ترویج په موخه یې له کروندګرو سره اړینې مرستې ترسره او د کښت په بېلابېلو پړاوونو کې یې ورته لازمې لارښوونې کړې دي.
ماریا نیازۍ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس