د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې چین ته د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې ۸۶ زیاتوالی راغلی.
یاد وزارت تېره ورځ د سلواغې په نهمه د افغانستان د ګمرکونو د ادارې د ارقامو په اساس وویل، چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چین ته د ۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم یوازې ۲۹ میلیون ډالر و.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان چین ته ځنغوزي، پخته، وچه میوه، قیمتي ډبرې او ځینې نور اقلام صادر کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس