Home » اقتصادی » UNHCR: په څه کم درېیو کلونو کې شپږ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي
UNHCR

UNHCR: په څه کم درېیو کلونو کې شپږ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ (UNHCR) په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه اداره وايي، دا د معاصر تاریخ له پلوه د بېرته ستنېدو بې‌ساری بهیر دی. د UNHCR او UNDP مشران خبرداری ورکوي چې د راستنېدونکو زیاتوالی پر هغو ټولنو لا نور فشار اچوي چې له بېوزلۍ، اقلیمي ستونزو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي.د UNHCR د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۲۲مې پورې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه شاوخوا یو میلیون او ۱۵۳ زره افغانان بېرته ستانه شوي دي. له دې ډلې نږدې ۶۸۶ زره کسان له پاکستان او ۴۶۶ زره له ایران څخه راستانه شوي دي. په همدې موده کې له ۴۵۲ زرو ډېر کسان په جبري توګه ایستل شوي، چې ډېری یې له ایران څخه دي.
په ورته مهال UNHCR ټینګار کوي، چې بېرته ستنېدل باید هر ځای داوطلبانه، خوندي او له عزت سره وي. دغه اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان هېر نه کړي او د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ لپاره دوامدارې مرستې برابرې کړي. UNHCR وايي، د مرستو کمښت او د نړیوالې پاملرنې کمېدل ښايي بېوزلي لا ژوره او د بیا بې‌ځایه کېدو خطر زیات کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تشبث؛ د افغانستان په بازار کې د ښځو د وړتیاوو روایت

په داسې حال کې چې ...