Home » افغانستان » وروستي ورښتونه؛ د اوبو د سرچینو لپاره یو فرصت او د بزګرانو کرنیزو فعالیتونو لپاره ننګونه
کرنیز

وروستي ورښتونه؛ د اوبو د سرچینو لپاره یو فرصت او د بزګرانو کرنیزو فعالیتونو لپاره ننګونه

د هېواد په ځینو سیمو کې وروستیو ورښتونو د اوبو د سرچینو پیاوړتیا او د کرنیز وضعیت ښه کېدو لپاره هیلې رامنځته کړې؛ خو د دې فرصتونو ترڅنګ د ورښتونو شدت او په نامناسب وخت کې ورېدنه په ځینو سیمو کې کرنیزو ځمکو او د بزګرانو حاصلاتو ته زیانونه اړولي دي.

یو شمېر بزګران وايي، سختو ورښتونو یې د کرنیزو ځمکو یوه برخه او کښتونه له منځه وړي او کښت لپاره د ځمکو د بیا چمتو کولو لګښتونه یې زیات کړي دي.د کاپیسا اوسېدونکی احمد منیر وايي، سختو ورښتونو یې کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي او د هغوی یوه برخه کښتونه یې له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا، بزګرانو له ورښتونو وړاندې خپلې ځمکې چمتو کړې وې، تخمونه یې کرلي او سره یې هم شیندلې وه خو د ورښتونو له امله یې کښتونه زیانمن شوي دي. اوس دوی اړ دي چې زیانمنې شوې ځمکې یو ځل بیا قلبه او بیا کرنې لپاره یې چمتو کړي.
نوموړی زیاتوي، په ځینو سیمو کې د ځمکې زیات لندبل د غنمو کرلو لپاره مناسب نه دی. دا په داسې حال کې ده چې بزګران له وروستیو ورښتونو مخکې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ وو او د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره یې د ویالو اوبو ته اړتیا درلوده.
د پروان اوسېدونکی محمد عمر هم وايي، وروستیو ورښتونو د ځینو مثبتو اغېزو ترڅنګ د شدت او نامناسب وخت له امله د بزګرانو کرنیزو فعالیتونو ته زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، سختو ورښتونو غنمو او مېوو ته زیان رسولی او بزګران یې د اټکل شوو حاصلاتو له ترلاسه کولو بې‌برخې کړي دي.
ورته مهال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وروستي ورښتونه د هېواد د کرنې د وضعیت د ښه کېدو او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک فرصت بولي.
د یاد وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي رویداد خبري اژانس ته وايي، ورښتونه د خاورې د اړتیا وړ رطوبت برابروي، د ځمکې د اوبو کولو اړتیا کموي او د اوبو د سرچینو په پیاوړتیا او تر ځمکې لاندې اوبو په ډېرولو کې مرسته کوي.
د هغه په وینا، دغه ورښتونه د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي توګه د هغو بوټو د ښه ودې زمینه برابروي چې د ورښت په اوبو وده کوي. دغه‌راز، د ځمکو او څرځایونو په زرغونتیا، د څارویو لپاره د وښو زیاتوالي او د مالدارۍ د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شی.
د کرنې وزارت ویاند زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه د وروستیو ورښتونو له امله کرنیزو ځمکو او د بزګرانو محصولاتو ته د پراخو زیانونو راپور نه دی ترلاسه شوی. د هغه په وینا، دغه وزارت د ولایتونو د کرنې ریاستونو له لارې وضعیت څاري او بزګرانو ته د اوبو د مدیریت، د خاورې د رطوبت ساتلو او د اوبو کولو د مناسبو لارو چارو په اړه عامه پوهاوی هم د دغه وزارت له برنامو څخه دي.
ورته مهال، د کرنې برخې کارپوهان وايي چې د ورښتونو اندازه او د ورېدو وخت د کرنیزو محصولاتو په وده او روغتیا کې اړین رول لري او له اندازې زیات ورښت هم بوټو ته زیان رسولی شي.
د کرنې کارپوه اکرام مجددي وايي، وروستي ورښتونه په ټولیز ډول د کرنې لپاره ګټور دي؛ په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې بزګران د غنمو د کرنې لپاره د ځمکو پر چمتو کولو بوخت دي او تر دې وړاندې د اوبو له کمښت سره مخ وو.
هغه زیاتوي، د بوټو د ودې په حساسو پړاوونو، په ځانګړې توګه د ګل کولو او د دانې د جوړېدو پر مهال سخت ورښتونه د ګردې د لېږد بهیر ګډوډولای او ګلونو او دانو ته زیان رسولای شي. دغه‌راز، د ورښتونو شدت د ځینو بوټو د له‌منځه تلو او د کرنیزو ناروغیو د خپرېدو لامل کېدای شي.
یاد کرنیز کارپوه ټینګار کوي چې ورښت هغه مهال د کرنې لپاره ګټور دی چې په مناسبه اندازه او مناسب وخت کې وورېږي. د هغه په وینا، یوازې د ورښت پر اوبو تکیه کول د کال په ټولو موسمونو کې د بوټو د اوبو اړتیا نه شي پوره کولای؛ له همدې امله، د اوبو د کمښت د مخنیوي او د غوره حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره د ورښتونو ترڅنګ د اوبو کولو د بېلابېلو سیستمونو کارول اړین دي.
په ټوله کې وروستي ورښتونه له یوې خوا د اوبو سرچینو په پیاوړتیا، د خاورې د لندبل په زیاتوالي او د کرنیز وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي خو بلخوا، سخت او بې‌وخته ورښتونه د بزګرانو کرنیزو فعالیتونو ته زیان رسولی شي. له همدې امله، د ورښتونو د وخت او اندازې ترڅنګ د اوبو سم مدیریت او د اوبو لګولو د مناسبو لارو چارو کارول د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د غوره حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري

راپور: شګوفه نورزۍ
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) ...