د هېواد ماليې وزارت وايي چې په ګمرکونو کې کابو څلویښت فیصده ګمرکي عواید ضایع کیږي او بودیجې ته نه ځي.
د افغانستان ماليې وزیرعبدالهادي ارغندیوال مشرانو جرګې ته وویل چې که د هېواد داخلي عواید له لاسه لاړ نه شي، نو د کورنیو عوایدو پر مټ یو څه پر ځان بسیا کیدای شو.
مالیې وزیر ښاغلي ارغندیوال تیره ورځ په مشرانو جرګه کې وویل د ګمرکي عوایدو چې اوس ضایع کیږي، ورته لاس په کار شوی او مخنیوی به يي وکړي.
د ماليې وزارت چارواکي مني چې په ګمرکونو فساد شته، خو وايي چې د سکنرونو په لګولو سره به يي مخه ونیول شي.
د همدې وزارت ویاند شمروز مسجدي رسنیو ته وویل د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ګمرکونو په ملي عوایدو کې کموالی راغلی دی.
د معلوماتو له مخې د حکومت عواید په تیرو څو کلونو کې د پورته کیدو په حالت کې وو، خو دا ځل کم شوی دی، حکومت ته دغه زیان د تیرو څو میاشتو چې کرونا ویروس خپره شوې، اوښتی دی.