Home » 2026 (page 6)

Yearly Archives: 2026

خلیل‌زاد: پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په پاکستان کې کورني بحرانونه لا پسې زیات شوي دي. هغه د دغو بریدونو له امله د ...

Read More »

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو لپاره دوه طرحې وروستۍ کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو د نهم پړاو له مالي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې لپاره دوه مهمې طرحې وروستۍ کړې دي. دغه طرحې د هېواد د چاپېریالي او اقلیمي ستونزو د حل په موخه د نړیوالو مالي سرچینو د جذب لپاره چمتو شوې دي. د ...

Read More »

د کنړ او پکتیکا بريدونه؛ مجاهد د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد، وايي چې پاکستان پوځ تېره شپه په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ملکي سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې په کنړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نور نارینه ټپیان ...

Read More »

UN-Habitat: د نړۍ د پاکولو نړیواله ورځ سږ کال د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي تمرکز کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام پر اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۲۰مه د «نړۍ د پاکولو نړیوالې ورځې» په توګه لمانځل کېږي او د دې ورځې سږنی شعار «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» ټاکل شوې او تمرکز یې د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي، ...

Read More »

فیدان: ترکیه د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ ته چمتو ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، هېواد یې چمتو دی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترڅنګ د درې‌اړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ وکړي. فیدان ټینګار کړی چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه ...

Read More »

قانع: د ترکیې او قطر پلاوو سفرونه د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، افغانستان ته د ترکیې او قطر د لوړپوړو پلاوو سفرونه مهم او اغېزناک بللي او ویلي یې دي چې دغه سفرونه کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. قانع زیاته کړې ...

Read More »

عمران خان په زندان کې له سختو شرایطو سره مخ دی

د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون په «ډیلي مېل» کې په خپله تازه مقاله کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د زندان د شرایطو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.جانسون ادعا کړې چې ۷۳ کلن عمران خان په یوه کوچنۍ، له حشراتو ډکه خونه کې، چې ...

Read More »

د واخان طبیعي یخچالونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي

د واخان طبیعي یخچالونه د اقلیمي بدلونونو او د هوا د تودوخې د لوړېدو له امله په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دی. د بدخشان د ...

Read More »

روسیه: د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپټمبر په ۱۶مه غونډه کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ. نوموړي وویل، تمه لري چې د یوناما نوې مشره به د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ...

Read More »

په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي بېرته دولتي ملکیت تثبیت او ترلاسه شوي دي

د عدلیې وزارت وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا جزوي ډول دولتي ملکیت تثبیت او بېرته ترلاسه شوي دي. دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب ...

Read More »