د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي، د چین له سفیر جاوشینګ سره د مخهښې په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، هاشمي له افغان خصوصي سکټور ...
Read More »Yearly Archives: 2026
هند او یوناما د افغانستان پر بشري وضعیت او اړتیاوو خبرې کړې
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د ...
Read More »د عامې روغتیا وزارت: د تړل شویو روغتیايي مرکزونو لپاره د بدیل ملاتړ هڅې روانې دي
د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتیايي مرکزونه چې د نړیوالو بنسټونو د مالي ملاتړ د پای ته رسېدو له امله تړل شوي، د لنډمهالو پروژو له لارې فعال شوي وو او وزارت هڅه کوي چې د دغو مرکزونو لپاره نوی او بدیل ملاتړ برابر کړي. د یاد وزارت ویاند ...
Read More »مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه «ړانده او بزدلانه» دي؛ مناسب ځواب به ورکړل شي
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کندهار، پکتیا او خوست پر ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې څلور ملکي افغانان شهیدان شوي دي. نوموړي دغه بریدونه «ړانده او بزدلانه» بللي او د ...
Read More »حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل؛ له اسلاماباد یې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه وکړه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د کندهار، خوست او پکتیا پر سیمو وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.کرزي ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بريدونه کړې دي او داسې ښکاري چې اسلاماباد لا هم خپلې منفي تګلارې ته دوام ...
Read More »یونیسف: په افغانستان کې له ۳.۷ میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې له نیم میلیون څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي دي. د دې ادارې په وینا، ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او شاوخوا یو میلیون یې له ...
Read More »د قطر امیر: په غزه کې روان وضعیت په رښتینې مانا نسلوژنه ده
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې ويلي، چې په غزه کې روان وضعیت «په رښتینې مانا نسلوژنه» ده. نوموړي د اسرائیلي رژيم له لوري روان يرغل، په کلکه غندلی او په خبره یې د عامو فلسطيني ...
Read More »د اسلامي همکاریو سازمان له افغانانو سره د ملاتړ او له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې یو ځل بیا له افغان ولس سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ا.ا سره به خپلو تعاملاتو او عملي همکاریو ته دوام ورکړي. دغه غونډه د ملګرو ...
Read More »اروپايي ټولنه او ۲۰ هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالو معيارونو غوښتنه کوي
د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنې او شلو هېوادونو او د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې د څارنې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې او د یوه نړیوال بنسټ د جوړېدو وړاندیز یې کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه بنسټ به د مصنوعي ځیرکتیا لپاره معیارونه ...
Read More »روسیې افغانستان او مرکزي اسیا ته ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل صادر کړی
رویترز راپور ورکړی چې روسیې د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ټولیز ډول ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل مرکزي اسیا هېوادونو او افغانستان ته صادر کړی دی.د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پر مهال د روسیې د ډیزلو صادرات شاوخوا ۲.۶ میلیونه ټنه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس