Home » 2026 (page 10)

Yearly Archives: 2026

پنځه کاله وړاندې؛ په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد

نن، د اګسټ ۳۱مه، له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېد. امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د سپټمبر د ۱۱مې ...

Read More »

په نیپال او تبت کې د سېلابونو مرګ‌ژوبله ۷۵۰ کسانو ته ورسېده

د راپورونو پر اساس، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۵۰ کسانو ته لوړ شوی او ۳ زره او ۴۴ کسان لا هم نادرکه دي.د چارواکو په وینا، د بارانونو دوام او د سیندونو د اوبو لوړېدو ...

Read More »

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ا.ا. درې کسیز پلاوی المان ته رسېدلی

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، د ا.ا. درې کسیز پلاوی له قطره تر تېرېدو وروسته المان ته رسېدلی او د شاوخوا درېیو اوونیو لپاره به په دغه هېواد کې پاتې شي. د المان د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه ...

Read More »

د افغانستان د جګړې د امریکا کمېسیون کاري موده یو بل کال وغځول شوه

د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې د څېړنې کمېسیون مشرانو شمېلا چوهدري او کولین جکسن اعلان کړی، چې د امریکا کانګرس د دغه کمېسیون کاري موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.ياد کمېسیون د اګست پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه تمدید به ورته د ...

Read More »

اسلام‌اباد عالي محکمه: افغان محصلان دې د ویزو موضوع له خپل سفارت سره تعقیب کړي

د اسلام‌اباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلانو د تحصیلي ویزو د تمدید غوښتنې د قضیې د اورېدنې پر مهال سپارښتنه کړې چې محصلان دې خپله موضوع د افغانستان د سفارت له لارې تعقیب کړي.د اسلام‌اباد عالي محکمې قاضي خادم حسین سومرو ویلي، د افغانستان سفارت دې په دې اړه ...

Read More »

د سپټمبر ۱۱ بریدونو تورن طراح خالد شیخ محمد به په ۲۰۲۸ کال کې محاکمه شي

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک یوه قاضي د چهارشنبې په ورځ حکم کړی چې خالد شیخ محمد، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د طراح په توګه تورن دی او په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان وژل شوي وو، ...

Read More »

ایران د برید شویو اټومي تاسیساتو د پلټنې لپاره د نوې پروسې غوښتنه کوي

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر، محمد اسلامي، د چهارشنبې په ورځ، اګست ۲۶مه، رسنیو ته ویلي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) پلټونکو ته به د ایران هغو اټومي تاسیساتو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي چې په وروستیو پوځي بریدونو کې زیانمن شوي، څو چې ...

Read More »

د ټرمپ د استیضاح غوښتونکی امریکايي جګړن په پوځي تورونو تورن شو

د امریکا د هوايي ځواک ۴۰ کلن جګړن جېسن واټسن د ایران جګړې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې او کړنو د علني نیوکې له امله له نادرو پوځي تورونو سره مخ شوی دی. د امریکا هوايي ځواک تایید کړې چې واټسن د پوځي عدالت قانون د ۸۸مې ...

Read More »

د امریکا او ایران جګړه؛ د قطر د ګاز صادرات ۹۶ سلنه کم شوي

رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیلېدو شپږ میاشتې وروسته، قطر د دې جګړې له امله له سترو اقتصادي زیانمنو هېوادونو څخه بلل کېږي، چې د اوبلن ګاز صادرات يې ۹۶ سلنه کم شوي دي. د راپور له مخې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ...

Read More »

پاکستان د اسعارو د ثبات لپاره له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وايي، اسلام‌اباد له امریکا څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو د اسعارو د تبادلې اسانتیا غوښتنه کړې، څو د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې پیاوړې او د پانګه‌والو باور زیات شي. نوموړي ویلي، له واشنګټن سره د دې غوښتنې په اړه خبرې مثبتې او ...

Read More »