Home » افغانستان » د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو لپاره دوه طرحې وروستۍ کړې
د چاپېریال ساتنې ملي اداره

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو لپاره دوه طرحې وروستۍ کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو د نهم پړاو له مالي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې لپاره دوه مهمې طرحې وروستۍ کړې دي. دغه طرحې د هېواد د چاپېریالي او اقلیمي ستونزو د حل په موخه د نړیوالو مالي سرچینو د جذب لپاره چمتو شوې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، یادې دوه طرحې د وزارتونو او اړوندو ادارو له خوا له وړاندې شوو نهو طرحو څخه، له ارزونې، ګډو مشورو او د اړوندو ادارو ترمنځ له همغږۍ وروسته، غوره شوې دي. د طرحو د لا پیاوړتیا لپاره د اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو نظرونه او وړاندیزونه هم په پام کې نیول شوي دي.

ټاکل شوې چې دغه طرحې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان له لوري تر وروستۍ ارزونې وروسته د تمویل په موخه د نړیوال چاپېریال تسهیلاتو سکرتریت ته وړاندې شي، څو افغانستان وکولای شي د یاد پړاو له نړیوالو مالي سرچینو څخه د چاپېریالي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې ګټه واخلي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي بېرته دولتي ملکیت تثبیت او ترلاسه شوي دي

د عدلیې وزارت وایي، چې ...