د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام پر اېکسپاڼه ليکلي، چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۲۰مه د «نړۍ د پاکولو نړیوالې ورځې» په توګه لمانځل کېږي او د دې ورځې سږنی شعار «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» ټاکل شوې او تمرکز یې د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي، د چاپېریال ساتنې او د دوامدارو ښاري نظامونو پر رامنځته کولو دی.
د ياد پروګرام مسوولين وايي، هره ورځ په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد څخه ډېر خواړه ضایع کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه کسان لا هم له لوږې او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ دي. د خوړو ضایعات د کثافاتو پر سیستمونو فشار زیاتوي، د اقلیم بدلون ته لمن وهي، د ځمکې او اوبو سرچینې ضایع کوي او د لا پیاوړو او عادلانه نظامونو د جوړولو یوه مهمه زمینه له منځه وړي.
د دغه پروګرام په وینا، د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د پاکولو نړیواله ورځ یوازې د کثافاتو د راټولولو لپاره نه ده، بلکې د هغو نظامونو د اصلاح لپاره هم ده چې کثافات تولیدوي. د دې ورځې په لړ کې به داسې نوې لارې چارې، ټکنالوژۍ او ګډې هڅې خلکو ته وړاندې شي چې د خوړو د ضایع کېدو مخه ونیسي، زاړه او کارول شوي توکي بېرته په ګټورو شیانو بدل کړي، او ښارونه په دوامدار او چاپېریالساتونکي ډول پراختیا ومومي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس