د ازموینو عمومي ادارې ویلي، چې د ستوماتولوژۍ پوهنځي د فارغانو د مسلکي فعالیت جواز (ایګزیټ) ازموینه به سبا د جمعې په ورځ، د تلې په ۲۴مه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ازموینې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا د عمومي ریاست له لوري ترسره شوی دی.
بلخوا د ازموینو عمومي ادارې ویاند، ناصر خان شېرزي ویلي، چې په دې ازموینه کې به د ستوماتولوژۍ پوهنځي فارغان ګډون وکړي او موخه یې د هغوی د مسلکي فعالیت لپاره د جواز ترلاسه کولو په برخه کې د وړتیاوو ارزول دي.
شېرزي زیاته کړې، چې د ازموینو عمومي اداره هڅه کوي، ډلهییزې ازموینې په بشپړې روڼتیا ترسره او پایلې یې په بېپرې ډول اعلان کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس