Home » افغانستان » یو اېن اېچ‌سي‌ار: په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۵۸ زره کسانو ته د خوندیتوب خدمتونه وړاندې شوي دي
یو اېن اېچ‌سي‌ار

یو اېن اېچ‌سي‌ار: په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲۵۸ زره کسانو ته د خوندیتوب خدمتونه وړاندې شوي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اګست میاشتې تر پایه یې په افغانستان کې ۲۵۷ زره او ۶۳۰ کسانو ته د خوندیتوب اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي، چې له دې ډلې ۵۰ زره او ۸۷۱ کسانو ته یوازې په اګست میاشت کې دغه خدمتونه رسېدلي دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۱۲۹ زره او ۹۸۲ ښځو او نجونو د خوندیتوب خدمتونه ترلاسه کړي، چې ۲۵ زره او ۶۲ یې په اګست میاشت کې له دغو خدمتونو برخمنې شوې دي.
دغه راز، یو اېن‌اېچ‌سي‌ار ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې یې ۱۹۷ زره او ۸۶۲ بېرته ستنو شویو افغان کډوالو ته بېړنۍ نغدي مرستې برابرې کړې دي، چې له دې ډلې ۱۱ زره او ۴۲۸ کسانو ته یې په اګست میاشت کې مرستې رسولي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې زیاته کړې، چې د سرحدي څارنې، حقوقي مرستو، د هویت د اسنادو برابرولو، رواني او ټولنیز ملاتړ او د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د صنعتي ځمکو بیې او د وارداتو تعرفې وټاکل شوې

د ملا عبدالغني برادر په ...