Home » افغانستان » د واخان طبیعي یخچالونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي
د واخان طبیعي یخچالونه

د واخان طبیعي یخچالونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي

د واخان طبیعي یخچالونه د اقلیمي بدلونونو او د هوا د تودوخې د لوړېدو له امله په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دی.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو عمومي مدیر، ضیاءالحق کامران، وايي چې وروستۍ څېړنې ښيي د واخان طبیعي یخچالونه په چټکۍ سره ویلې کېږي، چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.
نوموړی زیاتوي چې د یخچالونو کمېدل به د اوبو پر سرچینو اغېز وکړي او په راتلونکې کې ښايي د امو سیند د اوبو کچه هم راټیټه شي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره طبیعي یخچالونه شته چې له ۹۰ سلنې ډېر یې د بدخشان په واخان سیمه کې موقعیت لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د سند عالي محکمې د افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو حکم وځنډاوه

د پاکستان د سند ایالت ...