یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي، د امریکا د ولسمشر، جو بایډن حکومت تېره اوونۍ د غزې پر جنوب رفح ښار د اسراییلو د ښکاره بریدونو سره په مخالفت کې اسراییلو ته د یو شمېر وسلو لېږدول بند کړي دي. دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ...
Read More »Monthly Archives: مې 2024
پاکستان هند د ټي ټي پي پر مالي ملاتړ تورن کړی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، اصف درانی وايي، هند د تحریک ت.البان پاکستان (ټي ټي پي) د فعال ساتلو لپاره شاوخوا ۳۵ میلیارده هندي کلدارې لګوي. دراني پرون سېشنبې د ثور ۱۸مه د اسلام اباد د سیمهییزو مطالعاتو په مرکز کې په یوه غونډه کې ویلي ...
Read More »روسیې د اټومي وسلو د تاکتیکي تمرینونو فرمان صادر کړی
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» اوکراین ته د لویدیځو هېوادونو د پوځیانو د لېږلو د ګواښ په ځواب کې د اټومي وسلو د تاکتیکي تمرینونو فرمان صادر کړی دی. کرملین د دوشنبې په ورځ (پنجشنبه ۱۷) اعلان کړی چې د روسیې د تاکتیکي اټومي وسلو ...
Read More »پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د دوو میاشتو لپاره وغځوله
د پاکستان حکومت هغه افغان پناه غوښتونکو چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکي اژانس کارتونه لري له دوو میاشتو د کمې مودې لپاره یې د دوی د اوسېدنې موده غځولې ده. د پاکستان د ایالاتو او سرحداتو وزارت دوشنبه د غویي ۱۷مه په یوه بیانیه کې لیکلي چې هلته ...
Read More »غزه کې د لوږې په اړه د خوړو نړیوال پرګرام اندېښنې
د خوړو نړیوال پرګرام رییس، سینډي مککین وايي چې خلک د غزې په شمالي برخو کې له سختې لوږې سره مخ دي او د غزې جنوبي برخه به هم له دې وضعیت څخه په امن کې نه وي. هغه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: “وضعیت وحشتناک دی. ...
Read More »د ښځو د شل اوریز کرکټ نړیوال جام مهالوېش اعلان شو
د کریکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ښځو د کرکټ راتلونکي نړیوال جام مهالوېش او ګروپ بندي اعلان کړې چې له مخې یې دا لوبې به د اکټوبر په درېیمه پیل شي. د سیاليو کوربه توب بنګله دېش ته ورکړل شوی دی. ایسيسي ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام ...
Read More »بېل ګټس بنسټ د افغانستان د روغتیایې چارو په برخه کې ۱۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې ویلي چې بېلګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې، ډاکټرې حنان حسن ...
Read More »غور کې سیلاب ځپلي جدي مرستې ته اړتیا لري
په غور کې سیلاب ځپلي وایي چې هر څه یې له لاسه ورکړي او جدي مرستو او لومړنیو توکو ته اړتیا لري. د غور سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې له زر زیاتې کورنۍ د سیلابونو له امله بې ځایه شوې دي. د غور یو سیلاب ځپلی په یو ویډیو ...
Read More »قاهره د غزې په اړه خبرې کوي؛ اسراییلو په دغو خبرو کې ګډون نه دی کړی
په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو په موخه خبرې اترې د شنبې په ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې پیل شوې، خو اسراییلي پلاوي پکې ګډون نه دی کړی. اسراییلي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د وړاندیز شوي پلان په اړه د مثبت ...
Read More »نږدې زر افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، ۹۱۳ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت د دغو شمېرو په خپرولو سره زیاته کړې چې دغه کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه ایستل شوي او د غویي په ۱۵مه نېټه د تورخم او سپینبولدک ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس