د کریکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ښځو د کرکټ راتلونکي نړیوال جام مهالوېش او ګروپ بندي اعلان کړې چې له مخې یې دا لوبې به د اکټوبر په درېیمه پیل شي.
د سیاليو کوربه توب بنګله دېش ته ورکړل شوی دی.
ایسيسي ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام کوي او په پام کې ده چې پایلوبه به یې د اکټوبر په شلمه نېټه وشي.
د ښځو د شل اوریز کرکټ په سږني نړیوال جام کې ټولټال لس لوبډلې ګډون کوي چې اته یې معلومې او دوې نورې لوبډلې به د غواروي سیالیو له لارې جام ته ځانونه رسوي.
د ایسيسي د اعلان له مخې، ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې د پاکستان، اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ او د غوراوي پړاو له سیالیو یوه وتلې لوبډله له یوه بل سره سیالۍ کوي.
په (ب) ګروپ کې بیا د سویلي افریقا، انګلنډ، وېسټ انډیز، بنګله دېش او د غوراوي پړاوه وتلې یوه بله نامتو لوبډله ګډون کوي.