د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې ویلي چې بېلګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې، ډاکټرې حنان حسن بلخي پرون د ا.ا له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.
ډاکټرې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکي یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې دوی له دې مرستو منندوی دي، خو د روغتیا له نړیوال سازمان غواړي چې د ا.ا استازی په دغه سازمان کې ومني.