په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو په موخه خبرې اترې د شنبې په ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې پیل شوې، خو اسراییلي پلاوي پکې ګډون نه دی کړی.
اسراییلي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د وړاندیز شوي پلان په اړه د مثبت اقدام په صورت کې به د دغه هېواد پلاوی په خبرو کې برخه واخلي.
خو د قطر، مصر او امریکا پلاوي هڅه کوي چې د دغو خبرو پر مهال په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند وړاندیز ته د حماس ځواب ترلاسه کړي.
تر دې مخکې هم د حماس او اسراییلو استازو څو ځلې د اوربند په اړه خبرې کړې وې، خو کومه پایله یې نه درلوده.
حماس له غزې څخه د ټولو اسراييلي ځواکونو وتل غواړي، خو اسراييل په دې سيمه کې پر خپل شتون او د حماس له خوا د ټولو بنديانو پر خوشي کېدو ټينګار کوي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ مې نیټې راهیسې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۳۴ زره ۷۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.