په غور کې سیلاب ځپلي وایي چې هر څه یې له لاسه ورکړي او جدي مرستو او لومړنیو توکو ته اړتیا لري.
د غور سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې له زر زیاتې کورنۍ د سیلابونو له امله بې ځایه شوې دي.
د غور یو سیلاب ځپلی په یو ویډیو کلیپ کې وايي، چې کورونه او هر څه یې سیلابونو وړي دي.
دا سړی زیاتوي چې اولادونه یې وږي دي او که ورسره مرسته ونه شي مړه به شي.
د شنبې ورځې سیلاب جنداک، اسفرمان، دهن دره، دره تخت او جي کلیو ته درانه زیانونه پېښ کړي دي.
په یادې ولسوالۍ کې وروستیو سیلابونو څو ځایه د مرغاب رود هم بند کړی. د سیمهییزو سرچینو له مخې چې خلکو یې د لږو امکاناتو په لرلو سره یوه برخه بېرته پرانیستې ده.
تر دې مهاله د سیلاب د زیانونو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو سیمهییزو سرچینو ویلي چې په مرغاب کې له ۵۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او ۳۰۰ نور زیانمن شوي دي.
د سرچینو په وینا د لومړیو شمېرو له مخې، یو زر او ۷۳کورنۍ همدا اوس بې برخلیکه دي او دباندې اوسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د غور د کډوالو چارو امر، میر احمد مصمم له قوله ویلي وو چې په مرغاب او چهارسدې کې څه باندې ۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا چې دا شمېرې د سیلابونو د زیانونو یوه برخه ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي چې کورنۍ یې له اصلي ځایونو څخه غرونو ته کډه شوې او جدي مرستو ته اړتیا لري.