د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، ۹۱۳ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د دغو شمېرو په خپرولو سره زیاته کړې چې دغه کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه ایستل شوي او د غویي په ۱۵مه نېټه د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار د سپین بولدک د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له دې لارې ۶۱۲ کسانو په ګډون ۱۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
له بلې خوا د ننګرهار د تورخم پولې مسوولینو زیاته کړې، چې د ۲۵۷کسانو په ګډون ۵۸ کورنۍ له پاکستان څخه ایستل شوې او له دې لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د دې کسانو په منځ کې ۴۴ هغه افغان کډوال هم شامل دي چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي دي.