د افغانستان د کرنې، اوبلګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال په زابل ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي.
د اوبلګولو او مالدارۍ وزارت د زابل د کرنې ریاست په حواله ویلي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره ډېر شوي دي.
سرچینې د زابل د کرنې ریاست مسوولینو له قوله ویلي، سږکال به په دغه ولایت کې ۲۲ زره او ۷۰۰ ټنه انځر تولید شي.
د زابل ولایت انځر نه یوزاې په افغانستان کې دننه ښه بازار لري بلکې له هېواده دباندې ځانګړې توګه په هند او پاکستان کې هم له ښه شهرته برخمن دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس