د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال په خوست ولایت کې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګنۍ تولید شوې دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د دې ولایت د مرکز متون په ګډون باک او صبریو ولسوالیو کې پر۵۸۶هکتاره ځمکه ګنۍ کرل شوي دي.

د خوست د کرنې رییس شاه حفیظ الله نوري وایي، چې د ګنیو حاصلاتو د زیاتېدو لپاره یې هڅې چټکې کړي دي، چې سږ کال به وکولای شي څه باندې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګڼي تولید کړي.
ښاغلی نوري دغه راز زیاتوي، چې خوست د کرنې ریاست د ګنیو د پراختیا لپاره کروندګرو سره هر اړخیزې همکارۍ، د ناروغیو او افاتو ضد درمل وېشل او د ګنیو د کرکېلي او ښې پېژندنې لپاره روزنیزې برنامې هغه چارې دي، چې کروندګرو ته ترسره شوي دي.

دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات د معلوماتو له مخې خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ د هېواد د ګنیو لوی تولیدونکی ولایتونه ګڼل کیږي، چې هر کال په زرګونه مټریک ټنه ګنۍ له یادو ولایتونو څخه توليدېږي او په بېلابېلو برخو کې کارول کیږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس