د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې هلمند ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املوکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

الکو ویلي، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې اېښودل شوي او پرې څېړنیې شوي دي. ښاغلی الکو زیاته کړه، له دې ډلې د املوکو بڼونه کال تر بلې په پراخېدو ده او ځمکوال او بڼوال په خپلو ځمکو کې املوکو بڼونو جوړولو ته لېوال شوي دي.
هغه زیاته کړه، ددې ولایت د مېوه لرونکو نیالګیو روزنې ټولنې له خوا نږدې پنځه زره د املوکو نیالګي چمتوشوي دي، چې سږکال به په ۵۰ جریبه ځمکه کې کېښودل شي.

باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه پلي کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس