د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې په بیلابیلو تولیدي برخو کې نږدې لسو میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت، درې فابریکې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د چارواکو د معلوماتو په اساس دا فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د خصوصي سکتور په پانګونې سره جوړې شوې چې تیره ورځ د هیواد د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د هرات والي سيد وحيد قتالي او د یو شمېر ملي سوداګرو لخوا پرانیستل شو.
د دې فابریکو د کار پیل د شاوخوا پنځه سوه هیوادوالو ته د کار مستقیم فرصتونه برابر کړي چې ډیری یې میرمنې دي.
دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا درې سوه توليدې کارخوني فعاليت لړي چې له څلویښتو زرو څخه زيات کسان پکې په کار بوخت دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس