د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات اوسپنېپټلۍ له لارې ۴ میلیون او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د تېر کال په ورته موده کې د یادو څلورو ترانسپورټي مسیرونو له لارې ۲ میلیون او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي وو.
د دغو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې دوه برابره لوړه شوې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو مسیرونو له لارې تېل، اوبلن ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او اړین توکي هېواد ته وارد شوي، او په مقابل کې وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور کورني تولیدات د سیمې هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس