Home » دسته‌بندی نشده » قطر د منځني ختیځ د بلې جګړې مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي
قطر

قطر د منځني ختیځ د بلې جګړې مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په بریټانیا کې اکسفورډ پوهنتون ته د وینا پر مهال ویلي، دوحه له ایران، امریکا او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د منځني ختیځ د یوې بلې جګړې د مخنیوي او د روان کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې سیمه نوره جګړه نه شي زغملی او د ایران د اټومي پروګرام په هرمز تنګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ او د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره باید حل لارې وموندل شي.
هغه زیاته کړې چې قطري پلاوي په تېره یوه اونۍ کې پنځه ځله ایران ته سفرونه کړي او قطر د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د شخړو د هواري لپاره د منځګړیتوب هڅې کړې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۵ کسان د څلورو لارو له لارې افغانستان ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د ...