جرمني کې د فرانکفورت ښار د ښاروالۍ شورا غړې هوسۍ ظریف اندړ، د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د افغانالاصلې نوماندې عایشې وهاب د مخکښوالي هرکلی کړی او دا یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ویاړ او هیلو شېبه بللې ده.
اندړ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې عایشه وهاب د کالیفورنیا ایالت په ټاکنو کې تر دې دمه د شمېرل شویو رایو له مخې ۵۸.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې او له خپلې سیالې مخکې ده.
نوموړې د عایشې وهاب لاسته راوړنه د افغان ښځو د وړتیا او استعداد یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي، چې دا پرمختګ ښيي افغانې ښځې او نجونې هم د سترو لاسته راوړنو وړتیا لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس