Home » افغانستان » عدليې وزارت ته د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکزونو د لېږد تړون لاسليک شو
عدليه وزارت

عدليې وزارت ته د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکزونو د لېږد تړون لاسليک شو

د عدليې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز د لېږد سند (دارالتادیب) لاسلیک کړ.
عدليې وزارت ويلي، چې د دې سند له مخې به د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ټول جوړښت، صلاحیتونه، کارکوونکي، اداري اسناد، ودانۍ، ځمکې، نقلیه وسایط، تجهیزات او نورې اسانتیاوې له تثبیت وروسته دغه وزارت او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته ولېږدول شي.
د معلوماتو له مخې، دا سند په اوو مادو کې ترتیب شوی او د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، مالیې وزارت او د ا.ا د چارو ادارې د استازو په ګډون په یوه غونډه کې لاسلیک شوی دی.
له دې مخکې په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مدیریت مسوولیت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پر غاړه و.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او ...