د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هو کړه لیک لاسلیک شوه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې دغه تړون نن شنبه (د کب ۳۰مه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ اسلیک شو.
یاد وزارت وایې، دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی.
د کرنې وزارت وایې، د دې پروژې په پلي کولو سره به د صادراتو کچه لوړه او د ښځینه او نارینه کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره شي او د معیاري پروسس وروسته به په کور دننه او همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
د کرنې وزارت په وینا، په راتلونکو اوونیو کې به څلور نور ورته هوکړه لیکونه له خصوصي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس