د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان ولسې جرګې د دوهم ځل لپاره د روان مالي کال د بودجې طرح رد کړه،
د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي پرون شنبې (د مرغومي ۲۷ مه نېټه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: “تر څو چې بودجه پاس شوې نهوي، موږ هېڅ پروژه شروع کولای نهشو او نه هم د پروژې قرارداد او مطالعه کېږي، هر څومره چې وخت ځنډېږي، هماغومره د پروژو تطبیق وروسته کېږي، یعنې په وخت او زمان سره نهتطبیقېږي، که چېرته وخت زیات تېرېږي، بیا ورو ورو مشکلات زیاتېږي.”
مالیې وزارت وایي، د بودجې د طرحې بله بڼه به هم ولسي جرګې ته ولېږي، خو وایي دا چاره لږ وخت نیسي ځکه چې د کابینې منظورۍ ته هم اړتیا لري.
مالیې وزارت په وروستۍ طرحه کې چې ولسي جرګې رد کړې، ۱۴۰۰م مالي کال ته ۴۷۳ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس